- مطابق
خبر:
د نسلوژنې دا لړۍ اوس دوو کلونو ته رسېدلې ده او اروپایي ټولنه لا هم د صهیونیستي رژیم تر ټولو ستر تجارتي شریک پاتې شوی، چې د دواړو تر منځ سوداګري ۴۲ ټریلیون یورو ته رسېږي. سره له دې چې اروپا د فلسطین د دولت د پېژندنې تش شعارونه ورکوي، خو لا هم صهیونیستي رژیم ته د وسلو صادرول یې دوام لري. د ډنمارکۍ ورځپاڼې «Information» لهخوا ترلاسه شوي او افشا شوي معلومات څرګندوي، چې ان د اګسټ په میاشت کې هم د ډنمارک دولت هغو الوتکو ته د وسلو پرزې استولې دي، چې په غزه کې د ماشومانو د وژلو لپاره کارېږي.
د هالنډ سترې محکمې هم پرېکړه کړې ده، چې د هالنډي حکومت لهخوا د صهیونیستي رژیم د F-35 جنګي الوتکو لپاره د پرزو په لېږد کې به هېڅ مداخله نه کوي.
تبصره:
هغه نقاب چې غرب د نړۍ د استعمار لپاره تراوسه کاراوه، یعنې د «بشري حقونو» تش شعار او دا دعوه چې ګواکي یوازې دوی «متمدن او غوره» دي او نور ټول «بد» دي، اوس په بشپړه توګه څېری شوی او رښتینی څېره یې بربنډه شوې ده. غرب د دې لپاره چې په فلسطین کې خپل اوسنی استعماري جوړښت خوندی کړي، له هر ډول هڅو کار اخلي، ځکه پوهېږي چې د دغه جوړښت ړنګېدل به پر اسلامي نړۍ د غرب واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي. صهیونیستي اشغال پر اسلام د غرب د بریا نښه ده او که دا نامشروع رژیم له منځه لاړ شي، دا به د اسلامي نړۍ د بیدارۍ او بیا راژوندي کېدو نښه وي. له دې سره به اسلامي نړۍ یو بېساری باور ترلاسه کړي او اسلامي امت به ډېر پرمختګ وکړي، تر دې چې د غربي امپریالیزم پر وړاندې به وروستۍ بریا ترلاسه کړي. له همدې امله غرب پوره هڅه کوي، چې په هره بیه وي، صهیونیستي اشغال به ژوندی ساتي. دوی د دغه رژیم د مصنوعي بقا لپاره خپل مالونه او ان هغه لږ پاتې «باور» چې تراوسه یې درلود، هم قرباني کړ.
خو دا حالت ډېر دوام نه کوي. ټوله نړۍ پوه شوې چې غرب له یوې څېروونکې او وینهزبېښونکې څېرې پرته بل څه نه دی. اسلامي نړۍ په رښتینې توګه بیداره شوې او د خپلو خاینو او ظالمو رژیمونو پر ضد د پاڅون په حال کې ده. د مراکش لاریونونه یې یوازې پیل دی، چې دا یوه پیاوړې نښه ده او اسلامي امت مړ نه دی، لکه څنګه چې صهیونیستان فکر کوي.
هو، امت لا ژوندی دی او یوازې د وخت خبره ده چې یو ځل بیا به د نړۍ قدرت ترلاسه کړي او دا به وښيي چې مشري کول د زور، وینې تویولو او استعمار له لارې نه، بلکې د عقل او د اسلام د ارزښتونو په وسیله هم کېدلی شي.
لیکوال: تیم الله ابو لابن
۲۰۲۵م د اکټوبر ۱۰مه
۱۴۴۷هـ.ق د ربیعالثاني ۱۸مه